خلیلزاد: د بلخ موضوع په تړاو زغم پای ته رسیدلی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د امریکا پخواني سفیر افغانستان په خپل سفر کې ویلي، د بلخ د مخکېني والي عطا محمد نور پر وړاندې د حکومت او نړیوالې ټولنې زغم پای ته رسېدونکی دی.
کابل کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد دې مطلب ته په اشارې نور ته خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه به د لانجو دوام ته اجازه ورنه کړي.
خلیل زاد ویلي په دې اړه له جمهور رییس غني او عطا محمد نور سره جلا ــ جلا ګوري.
هغه ټینګار کړی چې دا به د عطا محمد نور لویه تېروتنه وي چې له نړیوالو ځواکونو سره جګړې ته تابیا ونیسي.
خلیل زاد له عطا محمد نور د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق ملاتړ ته په اشارې ویلي، نړیوال به په دې برخه کې بې پرې پاتې نه شي او نه باید چارواکي له قانون سر غړوونکو افرادو ملاتړ وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *