خلیلزاد د امریکا سنا سره مالومات شریک کړي

comments 0

3311 Views

هندوکش – امریکا: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته له طالبانو سره د خبرو په تړاو مالومات ورکړي دي.
خلیلزاد تیره ورځ د امریکا سنا جرګې ته وربلل شوی و او هغه په قطر کې له طالبانو او د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره د خبرو او لیدنې جزییات او مالومات د بندو دروازو ترشاه وړاندې کړي.
زلمي خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې شپږ ځله په قطر کې له طالب استازو سره ناستې او خبرې کړي.
ویل کېږي، د طالبانو او امریکا ترمنځ په دغه خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو په افغانستان کې یې د جګړې پر ډګر اغېز نه ده کړې او لا هم نښتې روانې دي.
امریکا بیا وايي، خبرې مهم پړاو ته رسېدلې او د لا ډېر پرمختګ لپاره لا ډېرو بحثونو ته اړتیا ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments