خلیلزاد بیا قطر ته تللی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو لپاره بیا قطر ته تللی.
له دې سره ویل کېږي، خليلزاد په قطر كې له طالبانو سره غير رسمي ناستې هم كړي او له دې ناستو خوښ هم دى، خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.
سرچینو ویلي، خلیلزاد به په اووم پړاو خبرو کې طالبانو سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له افغان خاورې نورو ته د خطر نه پېښېدو په تړاو خبرې وکړي.
تر دې وړاندې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، چې امریکا منلې له افغانستان خپل پوځونه وباسي، خو زلمي خلیلزاد دغه موضوع رد کړې وه او زیاته کړې یې وه چې امریکا له طالبانو سره د یوه جامع تړون په لټه کې ده.
د اووم پړاو خبرو له پیل وړاندې د وسله والو طالبانو استازو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې څو هیوادونو ته هم سفرونه وکړل.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments