خلیلزاد بیا د سولې د خبرو لپاره کابل ته راوګرځید

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی دی.
خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د دویم سفر په لومړیو کې هم کابل ته راغلی و چې دلته یي د ولسمشر سربیره له سیاسي مشرانو سره هم ولېدل.
خلیلزاد له طالب استازو سره هم خبرې کړي دي او تمه ده چې پایلې يی افغان ولسمشر سره شریکې کړي.
خلیلزاد د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځ دوحه کې له طالب استازو سره د لیدنې تر څنګ په اماراتو کې د سعودي او افغانستان استازو سره خبرې کړې وې.
د خلیلزاد له ټاکنې سره یو ځای تمې پيدا شوې چې افغان حکومت او طالبان به سولې ته ورسیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments