خلیلزاد: بهرنیو ځواکونو لپاره مهالویش نشته

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: زلمي خلیلزاد هغه راپورونه رد کړل چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د مهالویش په تړاو خپاره شوي دي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، باید دا روښانه کړو چې د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هیڅ مهال ویش نشته.
خلیل زاد دغه ټویټ د طالبانو د قطر سیاسی دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي د هغې ادعا په غبرګون کړی چې ویلي یې دي، د روان کال د اپریل تر پایه به نیمايي بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
زلمي خلیلزاد له دې وړاندې د موقت حکومت په تړاو هم راپورونه بې بنسټه یاد کړي و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments