خلیلزاد افغانستان کې په بحثونو بوخت دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال افغانستان کې له سیاستوالو او مدني ټولنې له غړو سره پر خبرو بوخت دی.
د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې روانه میلادي میاشت د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو یو ځل بیا په قطر کې پیل شي.
د طالبانو او د افغان سیاسيونو ترمنځ د حمل میاشت کې د قطر په کوربتوب د افغانانو د خپلمنځي خبرو له ځنډېدو وروسته اوس هڅه دا ده چې د جرمني په ملاتړ دوحه کې دا ډول ناسته وشي.
تمه دا ده چې په نوي پړاو کې به له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې شاملې شي.
د سولې عالي شورا هم وایي، سیمه ییزه همکاري ډېره شوې او د سولې په تازه پړاو کې به طالبانو سره خبرې وشي.
ها خوا مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سولې پروسې په ورو والي اندېښنه ښوولې او د امریکا په نیت یې شک څرګند کړی.
له دې سره چین هم طالبانو سره خبرې کړي چې د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
عبید راپور

Share this page to Telegram

Comments