خلیلزاد: افغانستان د شوروي اتحاد په څېر یوازې نه پرېږدي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امريکا نه غواړي چې د پخواني شوروي اتحاد په څېر د تېروتنې په تکرارولو سره افغانستان يوازې پرېږدي.
نوموړي دا څرګندونې په امريکا کې د (NPR) نوم يوې راډیو ته په مرکه کې کړي دي او زياته کړې يې ده، چې افغانان د سولې په برخه کې اوس د یو ښه فرصت څښتن شوي دي.
خليلزاد زياتوي، چې له ۴۲ کالو وروسته افغانانو دا فرصت پيدا کړی چې د مذاکراتو پر مېز ټول اختلافي موارد را برسيره کړي.
د نوموړي په خبره، بین الافغاني مذاکرات د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د استازو لپاره غوره فرصت دی خو په خبره یې د دې مذاکراتو پر وړاندې ننګوونکي ټکي هم بايد لرې شي.
خلیلزاد دا خبرې داسې مهال کوي، چې تازه یې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو له غړیو سره يې جلا جلا لېدنې کړي دي او دا مهال د دواړو لوريو ترمنځ د مذاکراتو پر چټک کولو کار کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments