خلک: په ټاکنو کې د ښه امنیت د خوندیتوب له امله باید افغان ځواکونه وستایل شي

comments 0

28 Views

هندوکش – کابل: خلک وایې چې له ټولو ګواښونو، اندېښنو او اوازو سره سره د ولسمشرۍ ټاکنې په ډېر ښه ډول وشوې.
د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، ټول هېواد کې د ټاکنو په ورځ ۴۶۸ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو او د ټاکنو په جریان کې يې د طالبانو ۶۸ تحرکات د پوځیانو لخوا شنډ شوي دي.
ښاغلي اندرابي وویل، طالبانو لوی واړه بریدونه کړي دی خو تلفات تر هر بل وخت کم وو او طالبانو وکړای شول چې ایله ړانده راکټي بریدونه یا هم مقناطیسي چاودنې وکړي.
ډېر شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ټاکنو د ښه امینت له امله مبارکیانې ویلي او د افغان ملي امنیتي ځواکونو ستاینه یې کړې ده، دوی لیکلي افغان ملي ځواکونو د خپلو قهرمانیو او هڅو په پایله کې ټاکنې شونې کړې او د د ښمن پلانونه یې شنډ کړل.
اخو د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ژمنه کړې چې د ټاکنو د امنیت له امله به اړوند چارواکي او سرتېري وستایل شي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments