خليلزاد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو پراختيا د سولې فرصتونه زياتوي

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټينګېدو په اړه د پاکستان د ژمنو هر کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د مثبت پرمختګ رامنځته کېدو هر کلی هم کړی دی.
نوموړي نومبر ۲۲(لېندۍ دوهمه) پر خپل ټویټر لیکلي که چیري « د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د نظر یووالي» سند عملي شي دا به د افغان سولې او سیمه ییزې پراختیا په لور یو مثبت ګام وي.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې:”موږ دواړو هیوادونو ته مبارکي وایو چې په لاندې برخو کې د نظر یووالي باندې ټيګار کړی دی، چې هغه کې د دواړو هیوادونو د خاوره د یو او بل پر ضد نه کارول، ملي حاکمیت ته درناوی، د خلکو/ دولت/امنیت او اقتصادي اړیکې شاملې دي.”
د تیرې پنجشنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران د سفر پرمهال افغانستان او پاکستان په دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو د دوه اړخیزو همکاریو پر نوي سند هوکړه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه سند کې د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments