ختیځ زون کوچیانو له دولت څخه ملاتړ غونډه وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، د ختيځ زون په کچه د کوچي قوم سلګونه قومي مخورو او ځوانانو له دولت څخه د ملاتړ په موخه غونډه وکړه.
خوږیاڼي وايي، غونډه چې تېره ورځ په جلا ل اباد ښار کې د حاجي عنايت الله مونجي په مشرۍ جوړه شوې وه په ننګرهار سربيره ، د کونړ او لغمان ولايت د کوچي قوم سلګونه قومي مخورو او ځوانانو پکې برخه اخيستې وه.
قومي مشر حاجي عنايت الله مونجي په غونډه کې وويل، چې له جوړې شوې غونډې يې موخه له دولت څخه ملاتړ او د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ترسره کړو فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاينه ده.
د خوږیاڼي په خبره، مونجي په کوچي قوم غږ وکړ، چې له نورو ميشتو ورونو قومونو سره په ګډه د شته نظام ننګه او ملاتړ وکړي.
د غونډې نورو وينا والو دغه راز له دولت څخه غوښتنه وکړه چې کوچي قوم ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *