خاک سفید کې عملیات شوي دي

comments 0

644 Views

هندوکش – فراه: د فرا خاک سفید ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال ۳۹ طالبان وژل شوي او د هغوی زرګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
د فرا امنیه قوماندانۍ د عامه اړیکو امریت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تیرو څو ورځو راهېسې د غوڅ ملاتړ ماموریت او دفاع و زارت له لوري د فرا خاک سفید ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوي.
د سرچېنې په لیکنه د خاک سفید ولسوالۍ کلینیک ساحه کې د طالبانو پر ډېپو هوايي برید له څلویښت زرو کیلوګرامو زیات چاودیدونکي توکي له منځه وړي.
د سرچېنې په لیکنه یو بل هوايي برید کې د طالبانو یو مشهور قاچاقبر شادي خان موټر هم په نښه شوی چې له زیاتو پوځي وسایلو سره یو ځای له منځه تللی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments