خاکریز کې ۹ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، کمانډو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي چې نهه طالبان پکې وژل شوي دي.
د اتل قول اردو ویاند یحی علوي وایي، عملیات د کشفي راپور په اساس د طالبانو پر یوې ډلې شوي چې ۹ پکې وژل شوي او درې نور ټپيآن دي.
د یو بل خبر له مخې د کندهار ښار کې هغه ډله نیول شوې چې هدفي وژنې به یې کولې.
امنیه قومنداني وايي، دا کسان یې د دوشنبې ورځ ځانګړو عملیاتو کې له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دې کسانو په ډيرو قتلونو کې لاس درلود او اوس تر څېړنو لاندې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments