خاکریز کې لس وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د جګړې په مهال لس وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشیر خاکسار وايي، تېره شپه طالب وسله والو د خاکرېز ولسوالۍ اړوند د (مندوزې) پر پوسته برید وکړ، چې د پولیسو په غبرګون کې شپږ وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.
خاکسار همدا ډوال د یادې ولسوالۍ اړوند د دروېشانو سیمه کې د سړک غاړې ماین د له منځه وړلو خبرورکوي.
طالب وسله والو د پولیسو دغو ادعاوو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments