خاکریز کې عملیات شوي

comments 0

7 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند تورن محمد عیسا صادق وايي، ملي اردو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خاکرېز ولسوالۍ اړوند “منډیګک” سیمه کې عملیات کړي دي.
د صادق په خبره، د عملیاتو په پایله کې یې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خاکریز د کندهار هغه ولسوالي ده چې طالبان پکې فعالیت لري، خو افغان ځواکونو یې پر ضد جګړه پيل کړې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments