خان اغا رضايي : د ولسمشر غني د سولې پر طرحه ملي او سیاسي اجماع نشته

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي، چې د افغان حکومت له لوري له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو په هدف پر ترتیب شوې طرحه ملي او سیاسي اجماع نه ده موجوده او یاده طرحه باید له سیاسي ګوندونو سره شریکه شوې وای.
د ولسي جرګې غړی خان اغا رضايي وايي چې یاده طرحه ان له اجرائیه ریاست سره هم نه ده شریکه شوې.
د ولسي جرګې غړي وايي، چې له وسله والو طالبانو سره باید د بندیانو خلاصون معامله د سولې په هدف ترسره شي او بهرني بندیان باید له افغان حکومت سره په همغږۍ تبادله شي.
په ورته وخت کې وکیلان د کندهار، نیمروز او ارزګان ولایتونو په لویو لارو کې د غیر مسوول وسله والو له لوري له خلکو د پيسو اخیستلو او نا معلومو وژنو په غبرګون کې له امنیتي ادارو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي.
د ولسي جرګې د شنبې ورځې غونډه کې وکیلان د ولسمشر له لوري جرګې ته د استول شویو فرمانونو په غبرګون کې وايي، چې اجراییه قووې په لوی لاس مقننه قوه بې صلاحیته کړې او جرګې ته یوشمېر لیږل شوي فرمانونه د ولسمشر غني له صلاحیتونو سره په ټکر کې دي.
بل لور ته سياسي شنونكى هم د ولسمشر لخوا د سولې په اوږه ماده ييزه طرحه نيوكې لري، دوى وايي چې نه يوازې دا چې دغه طرحه غير عملي او د سولې لپاره ګټوره نه ده، بلكې اشرف غني له طالبانو سره د سولې نيت او اراده هم نه لري. جيلاني ځواك په دې تړاو ويسا ته وويل چې د سولې لپاره د خبرو د پيل نه مخكې شرطونه اېښودل په دې معنا دي چې كه اشرف غني ولسمشر شي پينځه كاله نور دې څوك د سولې خوب نه ويني.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments