خان اباد کې پرطالبانو هوایي برید شوی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز خان اباد ولسوالۍ کې افغان ځواکونو هوايي برید دوه وسله وال ووژل .

د کندز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر خبر پاڼه کې راغلي چې برید د یادې ولسوالۍ فتح محمد سیمه کې د طالبانو پر پټنځای شوی چې د قاري جواد د ګروپ دوه سخت دریځي په کې وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو نومونه ښایسته د پلار نوم یې ظفر او دویم هغه یې سکندر ښودل شوی دی.

د کندز په ځينو ولسوالیو کې طالبان فعالیت کوي چې اوس د افغان ځواکونو تر څارنې لاندې دي او د ځپلو کار یې روان دی.

Share this page to Telegram

Comments