خان اباد کې نامسووله وسله وال نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: د کندز ولایت مقام وایي، نن سهار مهال د خان آباد ولسوالۍ په قرمقول سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري شپږ تنه نامسوله وسله وال له وسلو سره یوځای ونیول شول.
د کندز ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپآڼه وایي، یادو کسانو چې د قوماندان غفار قرمقول ترمشرۍ لاندي له خلکو په زوره عشر،ذکات او باج ګیري کوله له ۳ میله کلاشینکوف، یک میل پیکا او یو نارنجک انداز سره نیول شوي چې له لومړنیو څیړنو ورسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
یاد شپږ کسه داسي مهال نیول کیږي چې پرون مازدیګر د یادې ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کې مشهور غل نقیب الله فدای هم د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او دري ورځې وړاندي نامسوله وسله وال قوماندان متین مشهور په متینک د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو چې تر لومړنیو تحقیقاتو ورسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.
ددي شپږو کسانو په نیولو سره به په قرمقول سیمه کې ولس په ډاډمنه امنیتي فضا کې خپل ژوند پیل کړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments