حیات: د قومونو یووالي د ستونزو حل دی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار: ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست د غونډو په تالار کې د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمیر مخورو سره د غونډې پر مهال له دوی څخه وغوښتل،چې په همغږۍ او یوالي سره د دې ولایت د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
والي ټینګار وکړي چې په دې ولایت کې هر وګړی مسؤلیت لري،چې تر خپل توانه پورې د خپلې سیمې د ستونزو په حل کولو کې مرسته او همکاري وکړي،خو د دې چارې د بریالیتوب په موخه باید ټول قومونه سره همغږي او یوالی وکړي.
د حیات الله حیات په خبره، که قومونه او مشران په یوه خوله شي او له حکومت سره همکاري وکړي، نو لیرې نه ده چې ستونزې ختمې او پرمختګونه رامنځ ته شي.
د دې غونډې پر مهال چې د ولایتي شورا غړو او یو شمیر مسؤلینو هم په کې شتون درلود،د بېلابېلو سیمو قومي مشرانو هم د خبرو پر مهال بېلابېل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې .
قومي مشرانو کې ویناوالو ډاډ وښود چې د حکومت تر څنګ به دریږي او په ټولو ملي مسایلو او ملي پروژو کې به همکاري ورسره کوي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments