حکومت په لوړو پوستونو د ښځو ونډه زیاتوي

comments 0

1152 Views

هندوکش – کابل: حکومت هڅه کوي چې په لوړو پوستونو کې د ښځو ګډون زیات کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي دویمې مرستیالې زحل سلیم ویلي، د حکومت په یو شمېر لوړو پوستونو کې ښځې ګمارل شوي او دوی هڅه کوي چې په ځینې نورو لوړپوړو پوستونو کې هم ښځې وګماري.
سلیم ملګرو ملتونو ته په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو شتون له ۱،۳ څخه ۲،۵ ته لوړ شوی او همدراز په ملي اردو کې هم د ښځو ګډون زیات شوی دی.
سلیم ویلي، حکومت د ښځو حقوقو ساتلو لپاره هوډ لري، خو په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته هم اړتیا لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments