حکومت ولې د ټاکنو پروسه کې ملامت کیږي/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

که څه هم د ولسي جرګې ټاکنې درې کاله وځنډیدلې او وکیلانو درې کاله امتیازي تېر کړل چي تراوسه دوام لري.
څو لاملونه و چې د ولسي جرکې ټاکنې په خپل وخت و نه شولې، لومړی دا چې ولسمشریزه ټاکنې جنجالې شوې او پایلې یې وځنډیدلې چې د لوړې مراسم له قانوني مودې شپږ میاشتې وروسته وشول.
دویم دا چې حکومت د یوې هوکړې په اساس رامنځ ته شو چې په تشکیل او پالیسیانو کې بوخت شو او نه یې شول کولای چې له اصلاحاتو او کابینې له جوړولو سره یو ځای ټاکنې هم وکړي.
بله مهمه موضوع دا وه چې د ټاکنو کمېسیون په ناسم مدیریت تورن و او غوښتنه وه چې باید په تشکیل او سیستم کې اصلاحات راشي، داسې اصلاحات چې ټولو ته د منلو وي.
حکومت له ډيرو بحثونو وروسته وتوانید چې د تشکیل تر څنګ په سیستم کې هم اصلاح راولي چې دا خپله د ټاکنو د ځنډ لامل شو.
ټاکنو کې د حکومت مسوولیت دا و چې کمېسیون یې جوړ کړ، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره یې بودجه ورته پيدا کړه او دغه راز د امنیت ډاډ یې ورکړ، نور سیستم د ټاکنو کمېسیون په واک کې و چې څنګه ټاکنې وکړي او څنګه خلکو ته د شفافیت ډاډ ورکولی شي.
یا ځینې خلک له قانون نه دي خبر او یا په لوی لاس غواړي حکومت نوم بدی کړي چې ګنې د ټاکنو پروسه کې یې لاسوهنه کړې او کوي، په داسې حال کې چې حکومت پکې هیڅ کار نه دی درلودلی او نه به یې ولري.
په دې تړاو هیڅو ثبوت نه لري چې حکومت دې په ټاکنو کې لاسوهنه کړي وي، حکومت خپل کار وکړ، ټاکنو کمېسیون ته یې امکانات او امنیت برابر کړل، کمېسیون نه له امکاناتو پاتې شوی او نه هم له امنیت .
دا چې کمېسیون څه ډول ټاکنې کړي او خلکو ته څنګه د شفافو ټاکنو قناعت ورکوي، دا د کمېسیون کار دی او حکومت پکې هیڅ کار نه لري.
دواړه کمېسیونونه په ګډه کار کوي چې پاکې رای له ناپاکو جلا کړي او هغه دولتي کارمندان او د ټاکنو کمېسیونونو کارمندان چې درغلیو ته یې زمینه برابره کړې، یا یې درغلي کړې او یا یې بې غوري کړې، له ثبوت او اسنادو سره یو ځای به د قانون له مخې څآرنوالۍ ته معرفي شي.
نو ځینې سیاسیون او ځینې نور چې په هوایي خبرو باور کوي، حکومت تورنوي چې ګنې ټاکنې یې انحصار کړي، د دې یو لامل دا دی چې غواړي حکومت ترفشار لاندې ونیسي او له دې لارې یو څه امتیاز لاس ته راوړي.

Share this page to Telegram

Comments