حکومت له طالبانو سره د خبرو اجنډا چمتو کړې ده

comments 0

8 Views

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت، تېره ورځ (پنجشنبې، د وري په ۷مه) له طالبانو سره د سولې خبرو مرکچي پلاوی وروستی کړو.
اوس د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دغه پلاوی ټول ګډونه دی او سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د خبرو لپاره اجنډا هم چمتو کړې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري په دې اړه وايي:«د مرکچي پلاوي له اعلان سره د مذاکرې لپاره د حکومت د چمتووالي په هکله د خلکو اندېښنې حل کړي او همدارنګه زموږ اجنډا هم د مذاکراتو په لړ کې تشخیص شوې او سولې ته د رسېدو او جګړې پای لپاره هره شېبه مذاکرې ته چمتو یوو.»
معصوم ستانکزی، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، حفیظ منصور، فوزیه کوفي، باتور دوستم، غیرت الله بهیر، فاطمه ګیلاني، ضرار احمد مقبل، غلام فاروق مجروح، رسول طالب، شریفه زرمتۍ او ایوب انصاري هغه کسان دي چې هغوی حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره غوره کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments