حکومت: طالبانوسره مذاکری لپاره ۱۵ کسیزپلاوی نهايي شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: دسولي برخه کي ددولت وزارت وايي له طالبانو سره دمخامخ خبرو لپاره دافغان حکومت پلاوی نهاي شوی.
چي حکومت له امریکا سره دسولي پروسي درابلونکوپړاوونوپه اړه هوکړه لري.
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په دغو کسانو کې سیاسي، ټولنیزه او قومي تنوع په پام کې نیول شوې، چې ارزښتونو او لاسته راوړنو ته په کتو د اسلامي جمهوري له خوا خبرې وکړي.
په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا ۱۵ کسان څوک دي.
اعلامیه څو شیبې وروسته له هغه خپره شوه چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له کابل څخه قطر ته روان شو.
ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به له طالب استازو سره بیاځلي پر افغان سوله او لومړنۍ هوکړه خبرې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments