حکومت: د اوبو د ۵۸ وړو بندونو د جوړیدو چارې پیلوي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۵۸ د اوبو د وړو بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.
د دغه وزارت ویاندې مژدې بهنود وایې، د دغو بندونو ټول لګښت ۲۲۷ میلیونه افغانۍ کیږي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړیږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ۳۳۴ نورو بندونو د تړونونو چارې هم چې ۵۶ میلیونه امریکايي ډالره پرې لګښت راځي هم ورستۍ شي.
د دغو بندونو د جوړولو لګښت ټول له دولتي بودجې ورکول کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments