حکومت دې پر داعش ډلې پراخ عملیات وکړي

comments 0

2463 Views

هندوکش – کونړ: د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، حکومت دې د بهرنیو ځواکونو په ملتیا په دغه ولایت کې پر داعش ډلې پراخ هوايي او ځمکني عملیات وکړي، څو یاده ډله په بشپړ ډول له منځه یوړل شي.
ولسي وګړي وايي، که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هر مهال د داعش او طالبانو خلاف په جګړه اخته وي؛ خو دا چې داعش ډله هم خپل فعالیتونه ورځ تر بلې پراخوي، نو پکار ده، چې مخه یې ونیول شي.
د دغه ولایت یو اوسېدونکی صفي الله وايي، که چېرته د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونه نور هم پراخ شي، نو وېره شته چې کونړ د ننګرهار د شینوارو په سرنوشت اخته شي.
دی وايي، داعش ډله نه یوازې دا چې له حکومتي ځواکونو سره جګړې کوي، په ولسي خلکو هېڅ رحم نه کوي، بې ګناه خلک وژني او د هغوی مالونه خپلو کې ویشي.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی محمد وايي، د داعش ډلې وروستي تحرکات ورته د اندېښنې دي او ویره لري، که یې مخه ونه نیول شي، نو حکومت او ولسي وګړیو ته لوی سرخوږی جوړولی شي.
د کونړ اوسېدونکي وايي، داعش ډلې د کونړ په غرنیو سیمو کې روزنځایونه جوړ کړي او تازه جذب شویو ځوانانو ته پکې روزنه ورکوي. دوی له امریکايي ځواکونو او افغان حکومت غواړي، چې د دغې ډلې خلاف دې تر ټولو سخت عملیات وکړي.
په ورته وخت کې ختیځ کې د دویمې پلې لوا قومندان جنرال میرویس ساپی وايي، کونړ ولایت کې د داعش ډلې په شمول د ټولو وسله والو ډلو خلاف جګړې ته هر مهال تیار دي او نه پرېږدي، چې وسله والې ډلې د عامو افغانانو ژوند ته ګواښ متوجه کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments