حکمت کرزي استعفا وکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا ورکړه.
خلیل کرزي د خپلې استعفا لامل د ملي یووالي حکومت دمشرانو ترمنځ اختلاف یاد کړی چې په خبره یې د ده کاري ساحه یې راتنګه کړې وه.
حکمت خلیل کرزي په خپل استعفا لیک کې د ملي یووالي له حکومت مننه کړې چې پر ده یې باور کړی و او مسوولیت یې ورسپارلی و.
کرزي ویلي، اوس د دې وخت دی چې د خپل ولس په څنګ کې پاتې شي.
ارګ تر اوسه د حکمت خلیل کرزي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments