حکمت خليل کرزي او زلمي خليلزاد سره افغان سولې په اړه غږیدلي دي

comments 0

462 Views

هندوکش – کابل: د شخړي او سولې مطالعاتو مرکز (CAPS )مشر حکمت خليل کرزي نن په خپل کاري دفتر کي د افغانستان د سولي او پخلايني لپاره د د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د افغان سولې په اړه کتنه وکړه.
په دغه ناسته کي چې د (CAPS) شورا غړیو هر یو ملا عبدالسلام ضعیف , مولوي وکيل احمد متوکل او مولوی شینواري هم حضور درلود.
حکمت خليل کرزي د ښاغلي خليلزاد سره دسولي په برخه کي د روانو جريانو په هکله هر اړخيز بحث وکړ. د يوې باعزته او بين الافغاني سولې ته درسيدلو لپاره مو د يوبل سره نظرونه شريک کړل.
ښاغلي کزري وويل سوله د هر افغان هيله او ارمان دی چې دې ارمان ته درسيدلو لپاره به د هري ممکنه لاري څخه په استفاده خپلو هڅو ته ادامه ورکوو او د ښاغلي خليلزاد سره به په دي ملي پروسه کي همکاري کوو.
خليلزاد هم د افغان سولې په اړه د وروستيو مذاکراتو په اړه ښاغلي کرزي ته معلومات ورکړل او په دې برخه کي يې وروستي پرمختګونه ورته روښانه کړل
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments