حکمتیار: فدرالي نظام د منلو نه دی

comments 0

51 Views

هندوکش – کابل: حکمتیار وایي، فدرالي نظام د هېواد د تجزیه کېدو لامل کېږي او صدارتي نظام سرچپه پایله لري.
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار تیره ورځ د خپلې نوماندۍ په مهال، پر حکومت هم نیوکه کړې چې، د سولې د کړکېچ هواري، فقر او لوږې ورکولو لپاره پروګرام نه لري.
حکمتیار وایي، نظام باید له قانوني لارې پای ومومي او که دی ولسمشر شو، د اساسي قانون خپله طرحه به لویې جرګې ته د تصویب لپاره ولیږي.
حکمتیار تیره ورځ ولسمشریزو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه چې فضل هادي وزین یې لومړی او حفیظ الرحمان تقي یې دویم مرستیال ټاکلی.
دغه راز حکمتیار راتلونکي کې د واک پر وېش باور نه لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments