حکمتیار: د ټاکنو په شفافیت شکمن یو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د حزب اسلامي مشر وايي، ټاکنې ورته اغېزمنه وسیله ښکارېده، خو باوري شوی چې راتلونکې ټاکنې به هم د تېر په څېر له درغلیو ډکې وي
حکمتیار نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، حکومت کې ځېنې کړۍ په لوی لاس غواړي سیمې نا امنه کړې او درغلیو ته لار هواره کړي.
حکمتیار وايي حکومت پارلمان ته یوازې هغه کسان غواړي، چې د دوی خوښه وي.
د حزب اسلامي مشر وویل، د کمیسیون چارواکي او کمینشران د حکومت په خوښه ټاکل شوي، چې راتلونکې ټاکنې د دوی په ګټه وڅرخوي
هغه دا هم وویل، هیڅوک حق نه لري چې احزاب نفې کړي.
د حزب اسلامي مشر د ګوندونو په استازیتوب وویل، چې دوی پارلماني ټاکنې پر خپل وخت غواړي او هم باید د دې ګوندونو نظارت ته واک ورکړل شي.
حکمتیار د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په لغوه کولو هم نیوکه وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments