حکمتیار: د ټاکنو د بحران مدیریت لپاره راسره سلا مشورې شوي دي

comments 0

94 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، حاکمو ټیمونو ورسره سلا مشورې پیل کړې دي او له ده یې غوښتي چې د بحران په حل کې ورسره مرسته وکړي.
حکمتیار وایي په ټاکنو کې درغلي شوې ده او په خبره یې که پاکې رایې له ناپاکو بېلې شي نو دی تر ټولو ډېرې رایې وړي.
ګلبدین حکمتیار دغه راز ویلي، ددې اړتیا ده چې ټول نوماندان سره یو ځای شي او له روان بحران د راوتلو لپاره عملي اقدامات وکړي.
حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم په ځينو برخو کې د ستونزو موجودیت مني.
دوی وايي چې د کارونو د نه چټکوالي له امله ښايي لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان نه شي. خو بیا یې هم له نوماندانو غوښتنه کړې چې د دوی اعلان ته په تمه شی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments