حکمتیار د سیګار راپور رد کړ

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سیګار وروستی راپور رد کړ.
اسلامي حزب د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې یا سیګار هغه راپور له واقعیته لېرې ګڼلی، چې له دغه ګوند سره د سولې هوکړې پر دغه پروسه مثبت اغېز نه دی کړې.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي همایون جریر تیره ورځ رسنیو ته ویلي، چې له حزب سره د سولې موافقې، د افغانستان د سولې دروازه پرانيسته او نورو مخالفینو ته یوه روښانه بېلګه شوه.
د جریر په خبره، که اوس له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ راغلی، دا له حکومت سره د حزب اسلامي د هوکړه لیک مستقیمه او عملي پایله ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments