حکمتیار: امریکایانو له طالبانو غوښتي چې د ایران سره خپلې اړیکې قطع کړي

comments 0

8 Views

هندوکش ــ کابل: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د سولې معاهده به ډېره مخکې لاسليک شوې وه، خو امريکایان طالبانو ته نوي شرطونه وړاندې کوي چې له کبله یې د هوکړې لاسلیک ځنډېدلی دی.
ښاغلي حکمتیار پرون په کابل کې یوه غونډه کې ویلي، امريکایانو له طالبانو غوښتي چې خپل مناسبات له ایران سره قطع کړي او په افغانستان کي د یو شمېر امريکايي ځواکونو له پاتې کېدو سره توافق وکړي.
ښاغلي حکمتیار ویلي امريکایان باید په افغانستان کې له پاتې کېدو ډډه وکړي.
د حزب اسلامي مشر له طالبانو غوښتي چې د بهرنيانو تر څنګ له افغان لورو سره هم روغه جوړه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments