حکمتیارد موقت حکومت غوښتنه وکړه

comments 0

204 Views

هندوکش – کابل: د حزب اسلامي مشرښاغلي حکمتیارویلي چي تر راتلونکي پسرلي پوردي موقت حکومت جوړ شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار د موقت حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی.
نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې تېرې ټاکنې له درغلۍ ډکې وې او په خبره یې هېڅ ټیم هم په لومړي پړاو کې د ټاکنو ګټونکی نه دی.
هغه زیاتوي د هوا د سړښت له امله دویم پړاو ټاکنې نه شي ترسره کېدی نو تر راتلونکي پسرلي پورې باید موقت حکومت جوړ کړل شي او هغه دې دویم پړاو ټاکنې ترسره کړي.
حکمتیار دغه راز پر ټاکنیزو کمیسیونونو غږ وکړ چې رایې په شفافه توګه وشماري او هغه رایې حساب نه کړي چې درغلي پکې شوې ده.
حکمتیار پر خلکو هم غږ کړی چې د ټاکنو د مسئلې په تړاو دې بې تفاوته نه پاتې کېږي بلکې د خپلو حقوقو د خوندي کولو لپاره باید اقدام وکړي.
د حکمتیار په دغه څرکندونو خلکو غبرکون خودلي او وايي چي نور عام ولس په دي پوشوي چي څه وکړی او دخپلو حقوقو نه دفاع وکړی نور څوک نشي کولی چي دخپلو شخصی کټو په خاطربي کنا ولس په اور کي وسوزه وی او ولس نه ناوړه کټه پورته کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments