حکمتيار:هر قوم باید خپله سيمه د امن سيمه کړي اوترهګر له خپلو سيمو وشړي

comments 0

0 Views

هندوکش: د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې د ځدراڼو له مشرانو سره په لیدنه کې وويل چې هر قوم باید خپله سیمه د امن سيمه کړي اوهغه چې د دوی سيمې ورانوي باید ورټل شي.

نوموړي وويل:« هغه چې د پردۍ موخې لپاره زموږ په سيمه کې جګړه کوي موږ ترې بیزار يو،هر قوم باید دا پريکړه وکړي، څوک چې وسله کاروي، غلا کوي، شوکې کوي، چاودنې کوي، بې ګناه افغانان وژني هغه باید هر قوم مجازت کړي، قاتل باید قتل شي، شوکمار باید خپله سزا و ويني او يا يي کورونه وسوځول شي. پکتيا کې نيږدې يوه پيړۍ امن وو، ولې؟ نه پوليس وو، نه پوځ وو، نه توپونه وو خو په ټوله لويه پکتيا کې امن وو او هيڅ مجرم بې سزا نه دی پاتې شوی ان که تښتيدلی دی راځئ همدا دود او دستور بیا اعاده او احيا کړو او خپلې سيمې د سولې سيمې اعلان کړو همدا يي لار ده.»

نوموړي زياته کړه:« ددې جنګ د ختمولو او امن لپاره يوازې يوه لاره ده او هغه دا چې ولس باید د امنيت دټينګښت لپاره ملا وتړي او هر قوم خپله سيمه د سولې سيمه اعلان کړي، هر قوم باید اعلان وکړي چې نور دا نښته او پکې برخه اخيستل مردود دي او زموږ د قوم هيڅ ځوان او زلمی حق نلري چې زموږ په سيمه کې وينه تويي کړي او موږ له داسې خلکو څخه د خدای، تاريخ او ملت پر وړاندې بيزاره يو.»

حکمتیار طالبانو ته خبرداری ورکړ چې نور به د زور له لارې جګړه ونشي ګټلی:« دا جګړه هيڅ ګټونکی نلري نه يي په زور څوک ګټلی شي هغه به ډير جاهل وي چې د تاریخ دا څرګند درک نکړي او دوی که بیا هم دا فکر کوي چې دا نښته به وګټي دا غلطه خبره ده ځکه د وخت په تيريدو سره جګړې پيچلې کيږي او ګټل يي ګرانيږي، زما وروڼو تاریخي حقايق وويل.»

حکمتیار د طالبانو روانه جګړه پردۍ او بدمرغه وبلله:« طالبانو ته يي يوه بدمرغه جګړه داسې کړي چې ګواکې سپيڅلې ده، د افغانانو له فقر څخه داسې استفاده کوي چې د افغان د وينې بيه تر تيلو هم ارزانه ده، جنګيالي هم د کور دننه جنګوي او هم يي له کوره د باندې. همدا نن ۳۰ زره افغانان په عراق او سوريه کې جګړه کوي او خدای خبر څومره به يي وژل شوي وي. د هر يوه معاش د يو ډريور په اندازه دی شايد تر دې هم کم وي دا د افغان د وينو بیه ده، موږ له دې حالت څخه په استفادې سره دا سرلوړي او پتمن افغانان نن دومره سپک او سپيره شوي دي چې د څو ډالرو په مقابل کې هم په هیواد کې د خپل ورور پر وړاندې جګړه کوي او هم بهر ته لیږل کيږي.»

حکمتيار په خپلو خبروکې يو وار بيا پر سوله ټينګار وکړ:« موږ په هیواد کې ددې لپاره سوله غواړو چې نور دلته هيڅوک بې عزته نشي. تیرو څلورو لسيزو دا وښودله چې دا نښته تپل شوې ده اول پیل يي شوروي وکړ دوی خپل پوځيان راووليږل، دوی دا نښته پيل کړه او ناټو ته په میراث پاتې شوه، دا يو حقيقت دی چې کورنۍ نه ده بلکه بهرنۍ ده نور پکې خپلې ګټې لري، هسې ځينې غولونکي ورته د کورنۍ نښتې نوم ورکوي دا بهرنۍ نښته ده تحميل شوې او مهار يي د بهرنيانو په لاس کې دی.»

نوموړي هغو ته چې د نظام چپه کيدل يا سپينو او سرو کودتاه وو خبرداري ورکوي ګوتڅنډنه وکړه:« تر دې وروسته هيڅوک په زوره يا سازش پر افغان ولس حکومت نشي کولای اوهیله مو داده چې نور څوک ګواښ او تهديد ونکړي او داسې شعارونه ورنکړي چې د جګړې بوی ترې راځي، ګوندونه سره يو ځای کيږي او يا ايتلافونه کوي دا يي حق دی خو موخه به يي د بحران پای ته رسول وي خو که دوی د بحران لپاره ايتلاف کوي او د جګړو بل دور پيل کړي او څوک وغواړي تر اوسنۍ برخې هم ډير څه په اقتدارکې تر لاسه کړي په دې پوی وي چې دې موخې ته نشي رسيدای او موږ يي نه منو خو پر وړاندې يي دریږو، جګړه نه غواړو خو جګړه مارو ته تسلميږو هم نه، مخکينۍ ترخې تجربې دې نورې نه تکراروي.»

هغه د نظام چپه کونکي سپيره او د پرديو لاسپوڅي وبلل:« د جګړې د اوږدولو لپاره سپيرې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ لاس په کار شوي دي، هغه چې د نښتې دوام غواړي او له سولې ويريږي جګړې دوی سخت پړسولي دي او هرڅه يي ورکړي دي نو که سوله راځي بیا له دې ټولو محروميږي او يا به نور تر لاسه نشي کړای نو ځکه کوښښ کوي د سولې بهير شنډ کړي او نښتې ته دوام ورکړي. موږ دا جدي او قاطع پريکړه کړې او هيڅ چاته اجازه نه ورکوو چې ارګ ته له ديوالونو ور واوړي او د واک پر ګدۍ کيني….ټول دې پوی وي چې قدرت ته د رسيدو لار یوازې او يوازې د ملت رايه ده او رڼې ټاکنې وشي اوبیا چې ملت په چا باور وکړ راتلونکی حکومت به جوړوي له دې پرته نورې ټولې لارې تړلي دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د حکومت ملاتړ به کوي او زیری يي ورکړ چې ډير ژر به په هیواد کې يوه سرتاسري سوله ټينګه شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply