حکتمیار: د دايمي ثبات لپاره دې بهرنیان په بشپړه توګه ووځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې ددایمي سولې لپاره باید بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان ووځي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په وروستۍ ځانګړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او امریکا ته په کار ده، چې بېرته له طالبانو سره خبرې پيل کړي.
دده په وینا امریکايي ځواکونه باید له افغانستان ووځي او ژر تر ژره دې افغانان پرېږدي چې په خپل زړه خپله راتلونکې وټاکي.
نوموړي اوسنی حکومت په خپلو چارو کې ناکام بللی دی او دا یې هم ویلي چې په ډېری مواردو کې افغان حکومت هم د سولې د لارې خنډ ګرځېدلی دی.
حکمتیار وايي افغان حکومت او ولسمشر ورسره پر کړو ژمنو هم وفا نه ده کړې او کوم موارد چې د سولې په هوکړه کې راغلي وو نه دي عملي شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments