حوثی یاغیانو په یو اړخیز اقدام کې بندیان آزاد کړل

comments 0

268 Views

هندوکش – یمن:په یمن کې حوثي یاغیانو په یو اړخیز ګام کې سلګونه زندانیانو خوشي کړي دي.
دغه ګام د هغه بهیر برخه ده چې ملګرو ملتونو په یمن کې د سولې لپاره پیل کړی. په خوشي شویو کسانو کې د هغه زندان ۴۲ زندانیان هم شامل دي چې تېره میاشت پرې بمبار شوی و او تر سلو ډېر کسان پکې وژل شوي وو.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرېفېت هیله ښودلې چې د حوثیانو له دې ګام سره به جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې نور زندانیان هم خوشي کړي.
ښکېلو غاړو تېره دسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځکړتوب یوه هوکړه کړې وه، چې په درېیو مادو کې یې یوه د زندانیانو د تبادلې په اړه وه.
حوثیانو د دوشنبې پر ورځ ویلي چې دوی به د درېیو سعودي اتباعو په ګډون ټولټال ۳۵۰ زندانیان خوشي کوي. دوی پر مخالف لوري یا د یمن پر حکومت هم غږ کړی چې ورته ګام پورته کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments