حمد الله محب روسیي ته ځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان امنیت شورا نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به په روسیه کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په ۱۰مه غونډه کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې د نړۍ پر امنیتي مسائلو خبرې کېږي. د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وایي، د هېواد د ملي امنیت سلاکار چې د روسیې په بلنه اوفا ښار ته تللی دی، نن به د نږدې ۱۰۰ هېوادونو د لوړپوړو امنیتي استازو په غونډه کې وینا وکړي.
مسکو په دې وروستیو کې د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د دوو غونډو کوربه توب کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه د مسکو په دویمه غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکوانو د وتلو غوښتنه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments