حمد الله محب افغان ستونزه په بین الافغاني تفاهم هواره وو

comments 0

6 Views

هندوکش ــ کابل: حمدالله محب تېره شپه په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره په لیدنه کې کړې ده او د افغانستان د امنیت، سولې او ټاکنو په تړاو ورسره غږېدلی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په دغه لیدنه کې ویلي، چې حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی او هڅه کوي چې ستونزه په بین الافغاني تفاهم هواره کړي.
ښاغلي محب په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان دښمنان له نظامي پلوه ځپل شوي دي او له افغان ځواکونو سره نوره د مخامخ جګړې توان نه لري.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې سفیرانو د سولې په برخه کې د افغان حکومت د نوې طرحې ملاتړ کړی، او ټینګار یې کړی، چې ټول هېوادونه باید د بین الافغاني مذکراتو لپاره زمینه مساعده کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments