حمدالله محب: له هغه چا سره سوله غواړو چې هلمندیان نه بې کوره کوي او د برېښنا سبسټېشن ورته کافر نه ښکاري

comments 0

56 Views

هندوکش ــ کابل: د ملي امنيت په چارو کې د ولسمشر سلاکار حمدالله محب پرون جمعه د جنرال عبدالرازق د وژل کیدو د دویم تلین غونډې ته د وینا پر مهال وویل، جنرال رازق د افغانستان دوښمنانو ته دا ثابته کړې وه چې دا هېواد چا خیرات را کړی نه دی:
“د هېواد دفاع مو د هر چا مقابل کې کړې که هغه امپراتورۍ دي، چې زموږ هېواد ته یې په بده سترګه کتلي او که هغه هر هغه خلک دي چې د پنجاب هیرا منډيي ورته مقدسه ښکاري او د افغانستان جوماتونه ورته دارالحرب ښکاري. د افغانستان جوماتونه، روغتونونه، سړکونه ورته کافر ښکاري. ”
نوموړي د سولې یادولو سره وویل: “له هغه چا سره سوله غواړو چې ځان افغان بولي او د افغانستان خلکو ته درناوی کوي. یخه هوا کې ۲۵ زره هلمندیان له کوره نه بې ځایه کوي، پلچکونه نه ورانوي، افغانستان کې د برېښنا او د هلمندیانو لپاره د روښنايي او تعلیم یو نمونه یو بنسټ او یو سبسټېشن ورته کافر نه ښکاري. ”
دې غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، که طالبان دا فکر کوي چې د ولسوالي نیولو یا یو ولایت باندې فشار راوستلو سره به برلاسي شي، نو دا هغه ناسمه محاسبه ده چې د کلونو اوږدو کې د افغان جګړې سبب شوې ده او افغانستان یې له سولې بې برخې کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments