حمدالله محب طالبانو ته: د خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قرباني کوئ

comments 0

107 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر طالب جنګیالیو غږ کړی چې د خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قربانوئ.
نوموړي تیره ورځ جنورۍ ۱۱( مرغومې ۲۲) ننګرهار ته د سفر پرمهال ملي اردو ته د وینا پرمهال ویلي چې هغوی ( طالب جنګیالي) یوه استخباراتي اداره د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره استعمالوي.
نوموړي زیاته کړې: “پیغام مې هغه جنګیالیو ته چې د طالبانو په استازیتوب جنګیږي دادی، هغه چاته چې تاسو جنګیږي هغوی په ارامه فضا کې په کوټه، کراچۍ کې، په اسلام اباد په پېښور کې اوسیږي…تاسو د هغوی لپاره د هغوی د قدرت رسېدلو لپاره خپل ځانونه مه قرباني کوئ.”
هغه پر طالب جنګیالیو همدارنګه غړی چې د ملي شتنمیو له ورانولو څخه ډډه وکړي او وايي، که سوله کوي حکومت چمتو دی چې غږ یې واوري.
یوه استخباراتي اداره خپل هدف ته د رسېدو لپاره طالب جنګیالي استعمالوي او په هغوی باندې خپل کور ورانوي.
هغه همدارنګه زیاته کړې، هغه خلک چې د هیواد دښمنان دي بیا هم پر افغانانو د خپل ظلم تحمیلول غواړي افغان ځواکونه هم باید دفاع ته چمتو واوسي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روانه اونۍ په قطر کې د دوهم پړاو بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره د هیواد په ځینو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو جګړې زیاتې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments