حمدالله محب ترکمنستان ته تللی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د خپل ترکمن سیال په رسمي بلنه عشق اباد ته لاړ
د افغانستان او ترکمنستان د ملي امنیت سلاکاران به د دوه اړخیزو امنیتي اړیکو پر پراختیا او سیمه ییزو مسایلو خبرې اترې وکړي.
افغانستان د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تر ټولو زیاتې پراخې سوداګریزې اړیکې له ترکمنستان سره لري.
تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا هم مرکزي اسیا هېوادونو ته سفر درلود او هلته یې د بیلابیلو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو سره لیدلي و.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments