حمدالله محب: ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانستان قربانۍ باید وستایل شي

comments 0

6 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وایې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان قربانۍ باید وستایل شي.
حمد الله محب په نوي ډهلي کې له خپل هندي سیال سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.
د ښاغلي حقمل په خبره هندي لوري هم له افغانستان سره په دې لار کې د همکارۍ ژمنه بیا تازه کړه.
ښاغلي محب د چهارشنبه په ورځ په تهران کې د سیمې د اوو هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې هم ورته څرګندوني کړې وي او له ترهګرۍ سره مبارزه یې د سیمي یو ګډ مسولیت بللی وو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments