حليم

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- غوښي يو كيلو
2- غوړي 250 ګرامه
3- اوګره سوي غنم نيم كيلو
4- پياز 250 ګرامه
5- اوږه يوه غوزه
6- شونډ كوچنۍ ټوټه
7- مستې 250 ګرامه
8- ليمو دوې دانې
9- شنه مرچك او نعناع لږ څه
10- د كټوي دارو يوه كاچغه
11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول را وې باسى او په غوړو كي غوښي واچوى او پر خام اور باندي يې سرې كړى او ورسره مالګه او د كټوي دارو ور واچوى او تر لږ سره كېدو وروسته مستې ور واچوى او سره يې كړى كله چي د مستو اوبه وچي سوې اوږه او نيمى شونډ وكوټگـى او ور وايې چوى او د سره كېدو په مهال كي سره مرچك هم ور واچوى او د غوښو غورمه ځيني جوړه كړى لږ اوبه ور واچوى چي غوښي پكښي پخې سي بيا پر بل نغري يا ګيس باندي اوګره پرېمنځگى او لږ مالګه ور واچوى او دغونه اوبه ور واچوى چي اوګره پكښي پخيږي. كله چي اوګره سوي غنم پاخه سول او د غوښو غورمه پخه سول سره ګډ يې كړى او په يو غټ ګفكير باندي يې ښه سره ګډ كړى چي بيخي سره يو سي او بيا يې د دوهم ځل لپاره دم كړى او د دم كېدو د مخه په غوړو كي پياز سره كړى پر وايې چوى او تازه ګشنيز نعناع شنه مرچك او لږ تازه شونډ دا ټوله ميده كړى پر سر يې ور واچوى او د پنځلس دقيقو دپاره يې دم كړى. وروسته يې بيا راكښته كړى حليم تيار دى كه تاسي غواړى چي پر سر يې نور غوړي ور واچوى هم كولاي سى. يا ليمو پر واچوى وېخورى يا يې بې ليمو ډېر خوندور او ښه حليم ځني جوړيږي.

Share this page to Telegram

Comments