حفیظ ولي څارنوالې ته رابلل شوې

comments 0

2547 Views

هندوکش – کابل: د المپیک کمېټې او بدني روزنې رییس حفیظ ولي لویې څارنوالۍ ته بلل شوی دی. رسنیو ته په رسېدلو معلوماتو کې راغلي چې حفیظ ولي له وظیفوي صلاحیتونو ناسمه ګټه پورته کړې او له همدې امله تر څارنې لاندې دی.
لویې څارنوالۍ ویلي چې په المپیک کمېټه کې له دندو د ناسمې ګټې اخیستنې په اړه یې قضیې راسپړلې دي او په دې برخه کې یې د المپیک کمېټې رییس هم د ځوابونو لپاره رابللی دی.
د ملي المپیک په کمېټه کې وخت ناوخت له وظیفوي صلاحیتونو د ناسمې استفادې او کمکارۍ راپورونه خپرېږي. د نوې قضیې په اړه ددغه ریاست کارکوونکو تر دې دمه معلومات نه دي ورکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments