حضرت ځاځي ریکارډ جوړ کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکټ ګلبهار غوره لیګ سیالیو کې حضرت الله ځاځي دوه رېکارډونه جوړ کړل.
تیره ورځ حضرالله ځاځي په ۱۲ توپونو پنځوسیزه وکړه او یو اور کې یې ۶ شپږیزې ووهلې.
په دې سره ځوان توپ وهونکي حضرت الله ځاځي د کرېکټ شل اوریزو لوبو کې په ۱۲ توپونو د تر ټولو چټکې پنځوسیزې نړیوال رېکارډ برابر کړ.
ځاځی همدا رنګه لومړی افغان لوبغاړی شو چې په یوه اوور کې ۶ شپږیزي وهي، چې یو بل رېکارډ دی.
خو د نوموړي له دې هڅو سره سره کابل ځوانانو بیا هم دا لوبه په ۲۱ منډو وبایلله.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments