حضرت علي: د داعش ډلې مرکز جلال آباد ښار کې دی

comments 0

11 Views

هندوکش – کابل: ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال ولسي جرګې که خلکو استازي وویل، «د داعش ډلې عمومي مرکز په جلال اباد ښار کې دی او د وسله والو ګومارنه او ولسواليو ته د وسلو او تجهیزاتو اکمالات له همدې ځايه کېږي».
د نوموړي په وینا، د داعش ډلې عمومي مرکز په جلال اباد ښار کې دی او له همدې ځايه ولسواليو ته اکمالات او دداعش غړي لیږدوي.
نوموړي یادې غونډې کې ادعا وکړه چې داعش وسله والو ته پيسې هم په جلال اباد ښار کې يو مشهور شخص ورکوي او وسلې هم د دغه ښار يو بل اوسېدونکی ورته برابروي.
خو نوموړي د دغه شخص نوم په ډاګه نه کړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی په مرکز جلال اباد ښار کې د داعش د مرکزونو موجوديت بې بنسټه بولي.
او وايي ښار کې به ځينې تروریستي پېښې رامنځته کېږي او ځيني تهديدونه به موجود وي، خو په ډله ييز ډول د وسله والو موجوديت نا ممکنه ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments