حصارک کې طالبان وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال درې طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، دا عملیات تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري د طالبانو په یو مرکز شوي دي.
د ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، عملیاتو کې افغان ځواکونو او عامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
حصارک د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې د کورنیو طالبانو تر څنګ پاکستانیان هم له افغان ځواکونو سره په جګړه دي.
په دې ولسوالۍ کې پراخو عملیاتو طالبان سخت ځپلي او زیاتې سیمې تر نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments