حسین حقاني: طالبان د افغانستان د محدودو خلکو استازیتوب کوي

comments 0

31 Views

هندوکش – امریکا: امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په یوې مرکې کې ، په واشنګټن کې د هدسن څیړنیز مرکز د جنوبي او مرکزي آسیا د څانګې رئیس او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د امریکا او طالبانو موافقه د کمیو ډکه ګڼي.
حسین حقاني وایي طالبان د افغانستان د ډیر محدود شمیر خلکو استازیتوب کوي او افغانان طالبان نه غواړي.
ښاغلي حقاني مرکه کې ویلي چې د شوې موافقې څخه امریکا او طالبان توپیرې تعریفونه لري.
د حقاني په باور، امریکا ګمان کوي چې د موافقې له مخې به افغانستان امن شي، او طالبان داسی انګیري چې امریکا به له افغانستان نه ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې، حقاني د (پاکستان: د جومات او پوځ ترمنځ) په نوم مشهوره کتاب لیکوال دی چې د طالبانو په څير د مذهبي ډلو سره د پاکستان د پوځ اړیکې څرګندوي. حقاني وایي طالبان داسی سوله غواړي چې د خپل اړخه ورته تعریف لري – یعنې ټول اړخونه مات شوي بولي او هر ډول عقیده چې ورته معتبره ده، هغه په ټول تحمیل کوي چې دا کار يي په خپل حاکمیت کې تجربه کړ او ښه پایلې يي نلرلې.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments