حسین حقاني: اسلام آباد په نړۍ واله کچه د منزوي کیدو په حال کې دی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د پاکستان پخوانی سفیر او واشنګټن کې میشت سیاسي شنونکې حسین حقاني وایي چې اسلام آباد په نړۍ کې د انزوا لوري ته روان دی.

نوموړې ملګرو ملتونو کې د شاهد خان خاقان عباسي څرګندونې رد کړي او ویلي دي چې:«پاکستان کي د ترهګرو امن پټنځایونه شتون لري».
هغه ټینګار کوي چې په اسلام آباد کې د تاو تریخوالې پلوه چارواکو ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر افغانستان ته د امریکا له نوي تګلارې نیوکه وکړه او وي ویل چې ترهګر په پاکستان کې شتون نلري.
دا په داسې حال کې ده چې په نیویارک کې میشت د بهرنیو اړیکو په شورا کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي تیره اونۍ په پخله وینا کې همداشان خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د هند سیاسي یا پوځي رول پاکستان ته د منلو وړ نه دی.
خو افغان حکومت هم د عباسي ځواب کې ویلي وه چې هند او افغانستان ګډه موخه لري او دی موخه لپاره به په ګډه کار وکړي.
د یادونې وړ دې چې روانه اوونۍ په هند کې یوه لویه ناسته جوړیږي چې پکې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا په تازه تګلاره خبري کیږي.
تاکل شوې ده چې دغې ناستې که د افغان حکومت اجرائیه ریس او دفاع وزیر ونډه واخلي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply