حسن روحاني: په افغانستان کې د ډېرو بندونو جوړېدل زغملای نشو

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: د ایران ولسمر حسن روحاني افغانستان کې د ډیرو بندونو له جوړلو اندیښنه وښوده.
د چاپیریال ساتنې تر نامه لاندې کومه ناسته چې د ۳۴ هیوادو ترمنځ ایران کې نوموړي وویل ؛ په ایران او عراق کې د ډېرو بندونو د جوړېدو په اړه پټه خوله نه شو پاتې کېدلای. د روحاني په خبره په افغانستان کې د بندونو جوړېدل ددې سبب کېږي چې په ایران او سیمه کې اوبه کمې شي، بیابانونه ډېر شي او ددوړو او توپانونو سبب شي.
نوموړي زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې لپاره د سیمې د هېوادونو مرسته او همکاري اړینه ده او په دې برخه کې یې د ګاونډیو پر مرسته ټینګار کړی دی.
ناسته چې ایران کې ترسره کیږي د افغانستان په استازیتوب د چاپېریال ساتنې وزیر مصطفی ظاهر په کې ونډه آخیستې ده.
کنفرانس چې نن پیل شوي ویل کیږي د چاپیریال ساتنې حل لارې لپاره به ۳۴ هېوادونه خپل نظریات وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی له همدې امله هڅه کوي د ورته کنفرانسونو له لارې خپلې دغې ستونزې ته چې ورځ تر بلې سترېږي حل لاره پیدا کړي.

فریده خپلواک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *