حزب اسلامي: ميانمار كې د عامو مسلمانانو د وژنې اصلي مسئولين طالبان دي!

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د حزب اسلامي دفتر نه په یوې اعلامې کې راغلي دي چې میانمار کې د روانو ظلمونو اصلي مسوولین طالبان دي.
اعلامیه کې طالبانو لخوا د بودا د مجسمو د نړولو پېښې ته په اشارې سره راغلي د ي چې: د برما د مسلمانانو عام وژنه اوږده او خونړۍ سابقه لري، خو هغه مهال ئې شدت لازيات او لمن ئې لازياته پراخه شوه چي د طالبانو په لاس په باميانو کي د بودا مجسمې ويجاړي شوې او فيلمونه ئې رسنيو خپاره كړل.“
اعلامیه کې زیاته شوې: ددې مجسمو نړول ددې سبب شو چې په ميانمار كې بودايان د مسلمانو لږه كيو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د میانمار روهینګا سیمه کې د میانمار اردو او بودایي سختدریځو کړنې پراخې شوې چې نړیوالو هیوادونو او ټولنو غبرګون ښودلې دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *